جنسي قاچاقچيان له اوکرايينه تښتېدونکو کډوالو د ناوړه ګټې اخيستو تابيا لري

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه وايي نژدې دوه ميلیونه اوکرايني ماشومان اوس د روسيې له بمبارۍ ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي. يونيسېف او د بشري مرستو نورو ټولنو خبرداری ورکړی، دا ماشومان یې له خپلو ميندو او نورو ښځينه اوکراينيو کډوالو سره د قاچاق او ناوړه ګټې اخيستو لوړې کچې خطر سره مخامخ دي.

د بي بي سي اروپا چارو خبریالې کاټيا اډلر د پولنډ او اوکرايين ترمنځ د پولو له سيمې دا راپور رالېږلی دی.