سرګي لاروف: اوسمهال د اوکرایین او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ خبرې به ''برعکس'' پایله ولري

د خپرېدو وخت

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وايي اوسمهال د ولسمشر زېلېنسکي او ولسمشر پوتین ترمنځ په اوکرایین کې د جګړې په اړه مخامخ خبرې ''برعکس '' پایله ولري.

له یوې سربیايي رسنۍ سره په خبرو کې ښاغلي لاروف وویل دواړه مشران باید هغه مهال مخامخ خبرې وکړي چې کله دواړه غاړې پر مهمو مسایلو هوکړې ته نژدې شي.

د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې خبرو بل پړاو په ترکیه کې ترسره کېږي.

ښاغلي لاروف وویل غواړي چې ترکیه کې دغه خبرې ''مثبتې پایلې '' ولري.

د اردوغان او پوتین تېلېفوني خبرې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په تېلېفوني خبرو کې ترې غوښتنه کړې چې اوربند وکړي او د بشري مرستو لپاره ښه شرایط برابر کړي.

د رویترز خبري اژانس د رپوټ له مخې د ولسمشر اردوغان دفتر ویلي چې ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکرایین ترمنځ پر اوربند، د سولې پر بهیر او بشري مرستو لپاره پر ښو شرایطو برابرولو ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان دغه راز ویلي چې هېواد به یې د سولې په بهیر کې هر ډول ومرسته وکړي.

د ترکیې د ولسمشر دفتر په یوه ټویټ کې ویلي چې دواړه ولسمشران سره سلا شول چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو به په استمبول کې ترسره کېږي.

''ملکي اوکرایینیان په زوره روسیې ته بیول شوي''

اوکرایین روسیه تورنه کړې چې په زرګونه ملکي وګړي یې له ماریوپول ښار نه په زوره روسیې ته لېږدولي دي.

د آټکل له مخې روسیې ۵ زره اوکرایینیان په یوه موقتي کمپ کې چې د ماریوپول په خیتځ کې موقیت لري ساتلي دي.

د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیاله ایرینا وریریشچوک ویلي له دوی سره له کومې همغږۍ پرته ۴ زره ملکي وګړي له اوکرایین نه د روسیې خاورې ته لېږدول شوي دي.

نوموړې وايي د روسیې په خاوره کې د ماریوپول د کډوالو کمپ ته ''ټول کسان په زوره وروستل شوي دي ''.

دا په نړیواله کچه پیژندل شوې له بشري حقونو نه سرغړونه ده چې په جګړې کې ښکیله یوه غاړه د بلې غاړي ولسي وګړي خپلې خاورې ته په زوره بوځي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماریوپول ښاري شورا وايي له ماریوپول نه ۱۴۰ زره ملکي وګړي په وتلو بریالي شوي او ۱۷۰ لا هم ایسار پاتې دي.

پر ماریوپول ښار د روسي ځواکونو لخوا په دومداره توګه بریدونو کې دغه ښار ویجاړ شوی او ملکي وګړي چې په تاکاویو کې یې پناه اخیستې په جدي ډول د خوړو او درملو له کمښت سره مخامخ دي.

که څه هم یو شمېر ملکي وکړي له ماریوپول نه د بشري دهلیزونو له لارې وتلي اوکرایین وايي روسي ځواکونه په دومداره توګه پر هغو لارو بریدونه کوي چې ملکي کسان پرې ځانونه وباسي.

رپوټونه وايي د ماریوپول په هغو برخو کې چې روسي ځواکونو نیولي وږي تږي او ناروغه ملکي وګړي له دې پرته چې د روسي ځواکونو تر کنترول سیمو ته لاړ شي بل غوراوي نه لري.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیواله کمیټه ای سي ار سي وايي د دوي ډلې کولای شي یوازې په هغه صورت کې ولسي خلکو ته مرستې ورسوي چې روسیه او اوکرایین د خوندي لارو ضمانتونه ورکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند مټ موریس ویلي دوی له دواړو غاړو سره خبرې کړي خو تراوسه یې د مرسته رسولو لپاره اجازه نه ده ورکړل شوې.

ښاغلی موریس وايي ''د نړیوال بشري قانون له مخې خلکو ته باید اجازه ورکړل شي چې له سیمې نه ووځي او باید اړ نه ایستل شي چې له سیمې ووځي. ''

هغه وویل په جګړه کې ښکیلې غاړې باید بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې ماریوپول ته یوړل شي او خلک هم پرېښودل شي چې که غواړي له ماریوپول نه ووځي.

دښاغلي موریس په وینا په ماریوپول کې حالت ناوړه ده او دوی له دواړو غاړو نه غوښتنه کړې چې د مرستو رسولو ډلو ته یې ماریوپول ته د تګ راتګ خوندي لارې برابرې کړي.

د ماریوپول ښار د روسي ځواکونو لخوا کلابند دی او پر اوکرایین د روسیې د یرغل په پیل راهیسې ټول ۳ اعشاریه اته میلیونه وګړي له اوکرایین نه نورو هېوادونو ته تللي دي.

د لومړي وزیر مرستیاله وايي نن دوشنبه (دمارچ ۲۸مه) له کلابندو ښارونو نه د بشري دهلیزونو له لارې د ملکي وګړو د ایستلو پلان نه لري ځکه چې په وینا یې استخباراتي رپوټونه وايي چې د روسي ځواکونو لخوا د لارو په اوږدو کې د تحریکوونکو اعمالو احتمال شته.

پر انلاین د زده کړو بیا پیل

د اوکرایین په پلازمېنه کېیف کې به زده کوونکي وکولای شي چې نن د انلاین له لارې زده کړې پیل کړي.

پر انلاین د زده کړو د بیا پیلېدو اعلان پرون د کېیف ښاروال وکړ او ویې ویل چې زده کړې به له اوسنیو شرایطو سره سم ورکول کېږي او له بېلا بېلو لارو به کار اخیستل کېږي.

ویتالي کلتاشینکو د ټیلګرام په یوه پوسټ کې ویلي دا یو مهمه چاره ده چې د ښار اوسیدونکي په اوسنیو سختو حالاتو کې هم ژوند او کار وکړي.

هغه روسي ځواکونو ته په اشارې زیاته کړه چې هغوی غواړي موږ ویروي خو په وینا یې دا هڅه به یې بریالۍ نه شي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې له اوکرایین نه نیمايي ماشومان د جګړې پرمهال نورو هېوادونو ته تللي دي.

چرنوبېل اتومي بټۍ کې خطرناکې کړنې

د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیالې ایرینا وریریشچوک روسیه تورنه کړې چې د چرنوبېل اتومي بټۍ کې ''غیرمسوولانه '' او خطرناک اعمال ترسره کوي.

د چرنوبېل اتومۍ بټې سیمه چې د نړۍ تر ټولو اتومي پېښه کې رامنځ ته شوې وه د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې له یرغل سمدستې وروسته روسي ځواکونو ونیوله.

آغلې وریریشچوک روسیه تورنه کړه چې د چرنوبېل سیمه ''پوځي '' کوي او په وینا یې له سیمې نه زړې وسلې لېږدوي.

د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیاله دغه راز وايي چې روسي ځواکونو په سیمه کې د اطفايي کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې هغو ځایونو ته لاړ شي چې اور په کې لګېدلی دی.

نوموړې وايي ''د اتومي خوندیتوب له پلوه د روسي ځواکونو غیرمسوولانه او غیر مسلکي کړنې نه یوازې اوکرایین له یوه جدي ګواښ سره مخامخوي بلکې سلګونو میلیونه اروپایانو ته یې هم ګواښ پېښ کړی دی. ''

بي بي سي نه شي کولای چې په خپلواکه توګه دغه ادعاوې تایید کړي.

د جګړې د مالي زیان اټکل

د کېیف لخوا د یوه اټکل له مخې تراوسه په اوکرایین کې د جګړې له امله د ۶۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.

د دې اټکل له مخې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل نه د مارچ میاشتې تر ۲۴ نېټې پورې ۴۴۳۱ د استوګنې ودانیو ته زیان اوښتی او یا هم ویجاړې شوې دي.

دغه راز ویل شوي چې ۹۲ فابریکو او ګودامونو ته هم زیان اوښتي او یا هم ویجاړ شوې دي.

د کېیف لخوا د اټکل له مخې پر اوکرایین د روسیې د یرغل په پایله کې ۳۷۸ ښوونځي هم ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

ویل شوي چې روسي ځواکونو ۱۲ هوايي ډګرونه او ۷ د برېښنا د تولید فابریکې هم زیانمن کړي، ویجاړې کړي یا نیولي دي.

تر دې دې وړاندې د مارچ په ۱۷مه نېټه اټکل شوی و چې د روسې د یرغل له امله اوکرایین ته د ۳ اعشاریه ۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.