د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر: بایډن راسره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه وکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ورسره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه کړې ده. ډيمیټرو کولېبا دا څرګندونې شنبه په پولنډ کې له ولسمشر بایډن سره تر کتنې وروسته.

ښاغلي کولېبا ویلي، امریکا د روسیې پر ضد روانه جګړه کې له اوکرایین سره تر بل هر هېواد ډېره مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا، د جګړې په ډګر کې د اوکراینیانو انرژي او د امریکا وسلې د بري راز دی، خو دا وضاحت یې نه دی کړی چې امریکا د څه ډول پوځي مرستو ژمنه ورسره کړې.

یاده دې وي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن، چې د اروپا په سفر بوخت دی، د شنبې پر ورځ پولنډ کې د اوکرایین بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره وکتل.

دا پر اوکرایین د ورسیې یرغل له پیل راهیسې د دواړو خواو ترمنځ په دومره لوړه کچه لومړنۍ لیدنه وه.

ښاغلی بایډن بروکسل کې د ناټو او جي-۷ سرمشریزه کې له ګډون وروسته د جمعې پر ورځ پولنډ ته ولاړ.

د امریکا ولسمشر د اوکرایین له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره تر لیدو وروسته پر خپل ټویټر لیکلي:

"موږ د اوکرایین ملاتړ لپاره د نړۍ د منسجمولو په تړاو پر خپلو هڅو او د متحدو ایالتونو لخوا د کېدونکو پوځي او بشري مرستو پر اهمیت خبرې وکړې."

ټاکلې نوموړی پولنډي چارواکو سره تر کتو وروسته د اوکرایین د جګړې په اړه وینا هم وکړي.

پولنډ د ناټو غړو او اوس د اوکرایین له جګړې د سلګونو زره تښتېدلو کسانو کوربه دی.

روسیه: د جګړې لومړی پړاو بشپړ شوی

د روسيې يوه لوړ پوړي پوځي جنرال ويلي، اوکرايين کې د مسکو لومړنۍ موخې تر ډېره تر لاسه شوې او اوس به پام پر ختيځو سيمو ټول وي.

د روسيې د پوځ جنرال سرګې روڅکوى وويل د روسيې ځواکونو اصلي پام به اوس د دنباس سيمې پر ازادولو ور ټول وي. نوموړی وايي:

''په ټوله کې د عملیاتو د لومړي پړاو اصلي چارې بشپړې شوې دي. د اوکرایین د وسله والو ځواکونو جګړه ییزه وړتیا پاموړ کمه شوې چې له امله یې موږ کولای شو د خپل اصلي هدف پر ترلاسه کولو تمرکز وکړو چې هغه د دنباس ازادول دي. ''

دا څرګندونې ښايي د روسيې د جګړې په ستراتېژۍ کې د پام وړ بدلون نښه وي.

خو لوېديځ کې امنيتي چارواکو بي بي سي ته ويلي چې دا ګام په دې مانا ده چې مسکو اوس پوهېږي چې له جګړې وړاندې جوړه کړې تګلاره يې ناکامه شوې ده.

روسي ځواکونه د پلازمېنې کیېف په ګډون پر اوکراییني ښارونو بمبارۍ کوي، د محاصرې هڅه یې کوي، چې د جنرال رودېسکوى په وینا موخه یې په داسې حال کې چې روسي ځواکونه ختیځ ته توجه ډېروي، په نورو سیمو کې د اوکراییني ځواکونو کمزوري کول دي.

بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي وايي، د هېواد ځواکونو یې روسي ځواکونو ته ''زورور ټکانونه '' ورکړي او له مسکو یې وغوښتل چې باید د سولې لپاره د جدي خبرو پر اهمیت ځان پوه کړي.

نوموړی وايي:

''د روسیې فعالیتونو مهارولو سره زموږ مدافعین د روسیې مشرتابه ته یوه منطقي او اسانه لارښوونه کوي او هغه دا چې په عین حال کې خبرې ضروري دي، سملاسي، شفافې، داسې چې د پایلو لپاره وشي، نه د ځنډولو لپاره. ''

روسي ځواکونو لومړی د پلازمېنې کیېف محاصره کولو هڅه وکړه.

خو له بمباریو او په شمال لوېدیځ کې د یو شمېر ښارګوټو له نیولو وروسته اوکراییني ځواکونو په شا وتمبول.

رپوټونو کې ویل شوي، اوس اوکراییني ځواکونه هڅه کوي هلته زرګونه روسي پوځیان محاصره کړي.

بل لور د جمعې پر ورځ د امریکا په یوه ارزونه کې یو مهم دفاعي چارواکي وویل، د اوکرایین دویم لوی ښار خارکایېف کې روسي ځواکونو هېڅ پرمختګ نه دی کړی او دا چې اوکراییني ځواکونه ښايي خیرسون ښار هم بېرته له روسیانو ونیسي.

روسي ځواکونو د اوکرایین په سویل کې د خیرسون په ګډون ځینې سیمې نیولې او په ختیځ کې یې ځینې پرمختګونه کړي. مسکو اوس ادعا کوي چې د دنباس لوهانڅک ۹۳ سلنه سیمې د روسيې پلوي ملېشو په واک کې دي او دغه راز د دنباس دونیڅک برخه کې ۵۴ سلنه سیمې د دوی په کنټرول کې دي. د یادونې ده، چې د جګړې له پیله مخکې د دې سیمو یو - درېیمه برخه د بېلتونپالو په ولکه کې وه.