شمالي کوریا ولې د توغندیو پرلپسې ازموینې کوي؟

د خپرېدو وخت

جاپان او سویلي کوریا وايي، شمالي کوریا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل 'ای سي بي ایم ' ډوله بین البراعظمي توغندی ازمویلی، چې بندیز پرې لګېدلی دی.

خو د شمالي کوریا مشر ولې د نویو وسلو ازمویلو سره د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړوونه کوي، چې د هېواد لپاره یې د سختو اقتصادي بندیزونو لامل کېږي؟