تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اوکرايين کې جګړه: اوکراييني ځواکونه د تسليمېدو غوښتنه ردوي
د خپرېدو وخت
د اوکرايين کلابند ماريوپول ښار ته د روسانو له خوا د تسليمېدو ورکړل شوې وروستۍ نېټه تېره شوې، داسې حال کې چې د اوکرايين حکومت ويلي، هېڅ داسې خبره نه شته، چې سرتېري دې یې وسلې کېږدي. مسکو وړانديز کړی و که جنګيالي خپلې وسلې ږدي، دوی او ملکيانو ته به له ښاره د وتلو خوندي لارې برابروي.
شاوخوا ۳ سوه زره خلک ماريوپول کې لا بند پاتې دي. ځينې چې ترې وتلي، شمال لوېديځ لور دوه سوه کيلومتره لرې، زاپوريژيا ته رسېدلي دي. د بي بي سي خبريال واير ډېوېس دا راپور رالېږلی.