''ټول روسیان جګړه نه غواړي''

د خپرېدو وخت

پر اوکرایین د روسیې له یرغل سره هممهاله لسګونه زره روسیان له خپل هېواده وتلي دي. دا ډېری ځوان لیبرال روسیان جګړې او اقتصادي بندیزونو حیران کړي دي. اټکل کېږي چې دغه ‌ډله کې نژدې ۲۵ زره کسان یوازې جورجیا ته تللي، چې یوګیني هم له همدې ډلې یو دی.