پر اوکرايين د روسيې يرغل: روسي ځواکونه کيېف ته رسېدلي

د خپرېدو وخت

پر اوکرایین د روسیې د برید پر دویمه ورځ، روسي پوځیان له وړاندې د پلازمېنې کیېف په شمالي ناحیو کې دي.

تایید شوې ویډیوګانې ښیي چې زغره وال موټر او روسي ټانکونه د کیېف مرکز پر لور روان دي. د ځمکنیو ځواکونو دا برید، له هغه وروسته کېږي چې په کیېف او د هېواد په ډېرو نورو ښارونو کې هوايي بریدونه او چاودنې هم روانې وې.

روسیه ادعا کوي چې پوځي زیربناوې په نښه کوي .

خو له هغه وروسته چې د توغندیزو بریدونو او الوتکو ویشتو راپورونه ورکړل شول، د کیېف په ملکي سیمو کې هم ډېره ویجاړي رامنځته شوې ده.