اسټراليا خپلې پولې د هغو سيلانيانو پر مخ پرانيستې چې بشپړ واکسين شوي

د خپرېدو وخت

اسټرالیا خپلې پولې د هغو نړیوالو سیلانیانو پر مخ پرانېستې دي چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي. دغه هېواد د ۲۰۲۰ کال له مارچ راهېسې خپلې پولې تړلې وې او د کورونا اړوند تر ټولو سخت تدابیر یې پلي کړي و.

هر کال به نهه میلیونه بهرني سیلانیان استرالیا ته تلل، خو اوس یې د سیلانۍ د سکتور کارکوونکي په دې هیله ده چې دوه کلن کړاو به یې پای ته ورسېږي. لوېدیځه استرالیا لا هم د ډېرو بهرنیو سيلانیانو پر مخ تړلې ده.