برازیل؛ سیلاب ځپلي ښار 'پېتروپولیس' کې لا هم نږدې ۲۰۰ کسان لادرکه دي

د خپرېدو وخت

خرابې هوا د برازیل سیلاب ځپلي پېتروپولیس ښار کې د لادرکه شویو کسانو د لټون هڅې له خنډ سره مخ کړې دي. دغه سیلابونه څلور ورځې وړاندې راوتلي. پر سیلابونو سربېره د مرګونو ځمکښوېدنو راپورونه هم ورکړ شوي.

پېتروپولیس کې د ژغورنې پر عملیاتو بوختې ډلې د شنبې پر ورځ څو ځله اړ شوې چې د سخت ورښت د دوام له کبله د نادرکه کسانو له لټون لاس واخلي.

دوی ویلي د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هیلې ډېرې کمې دي.

چارواکو تر دې دمه دغو سیلابونو کې د ۱۴۶ کسانو مړینه تایید کړې ده.

په دوی کې لږترلږه ۲۷ ماشومان دي.

ویل کېږي دغه ښار کې تر ۱۹۱ ډېر کسان لا هم لادرکه دي.

پېتروپولیس ښار کې تر ۹۰۰ زرو ډېر کسان په ښوونځیو او نورو لنډمهاله پناه ځایونو کې ځای پر ځای شوي.

مرستندویان په سختو ځایونو کې د بیل او بیلچو په وسیله نړېدلې کورونه راسپړي چې که ګوندې څوک ترې ژوندي راوباسي.

د ژغورنې دغو عملیاتو کې ۴۱ روزل شوي سپي هم برخه لري.

د پېتروپولیس ښار د اور وژنې څانګه کې د ژغورنې د ځانګړې ډلې همغږه کوونکي روبېرټو امارال اې ایف پي ته ویلي: "دلته د درنې ماشینرۍ راوړل ناشوني دي. نو ځکه د مېږیو په څېر سوکه او کرار کرار مخته ځو."

پېتروپولیس کې د یوې غونډۍ څنډه کې تر ۸۰ ډېر کورونه ځمکښویدنه کې لمنځه تللي.

ټاکلې نن (یکشنبه) تر ۴۰۰ نور مرستندویان هم د ژغورنې له عملیاتو سره مله شي.

پېتروپولیس چې د 'ریو دې جېنیرو' شمال ته پروت دی، د برازیل له مشهورو سیاحتي ښارونو ګڼل کېږي.

دغه ښار کې د تېرې سې شنبې پر ورځ د ټولې فبرورۍ میاشتې د ورښت له منځنۍ کچې ډېر باران وشو چې پایله کې یې سخت سیلابونه راووتل او ځمکښویدنې رامنځ ته شوې.

د برازیل ولسمشر چې د جمعې پر ورځ یې دغه ښار له هوا کتلی، ویلي دي چې ویجاړي خورا پراخه او د جګړې د صحنې په څېر ښکاري.