د اوکرايين ختيځ کې وضعيت

د خپرېدو وخت

داسې حال کې چې د روسيې يرغل په اړه په نړیواله کچه پرله پسې خبرداری ورکول کېږي، د اوکرايين ختيځ کې، چې له وړاندې له جګړې کړېږي، د ډار کومه روښانه نښه نښانه نه برېښي.

هلته مېشت وګړی لا هم د روسيې پلوه بېلتونپالو او اوکرايني حکومت ترمنځ روانې جګړې له امله رامنځ ته شوي حالت سره ځانونه سموي.

له هغه راهيسې چې ۲۰۱۴ کال کې دا جګړه پيل شوې، د اوکرايين ختيځ کې تر اوسه ۱۴ زره خلک وژل شوي دي.

د بي بي سي نړيوالو چارو خبرياله اورلا ګوېرېن له سټراټيژيک پلوه مهم ماريوپول ښاره راپور لري، چې له روسيې سره د اوکرايين له پولې نژدې ۵۰ کيلومتره لرې دی.