په غوږونو کې فعال غږونه: له ټېنېټس کړېدونکي کيسه کوي

د خپرېدو وخت

هغه خلک چې له ټينيټس حالته کړېږي، د داسې نويو هڅو غږ يې کړی، چې له مخې يې غوږونو او اورېدو ستونزې لپاره د درملنې موندلو څېړنې وشي.

دا وروسته له هغه چې يو ارزونې موندلې له هرو لسو کسانو چې له دې حالت کړېږي، تېرو دوو کلونو کې نژدې يو کس يې د ځانوژنې يا ځان ته زيان رسولو سوچ سره مخامخ شوی دی.

د بي بي سي روغتيا چارو خبريالې انا کولېنسن په همدې اړه راپور چمتو کړی، خو يو خبرداری دا چې هغه غږ چې د راپور پيل کې یې کارول شوی، ښايي ځينې کسان ورسره د ټينيټس حالت سره مخامخ شي.