اوکرايين کړکېچ: روسيې سره تېر تاريخ ته کتنه کړې

د خپرېدو وخت

امریکا خبرداری ورکړی چې هره شېبه د دې امکان شته چې روسیه پر اوکرایین برید وکړي او امریکايان باید سملاسي له سیمې ووځي خو مسکو په پرله پسې ډول د اوکرایین د برید پلان رد کړی.

سره له دې چې پولې ته نژدې څه باندې سل زره سرتېري لري. روسیې له څو کلونو راهیسې هڅه کړې چې پر خپل کوچني ګاونډي کنټرول ولري، په داسې حال کې چې د اوکرایین ملتپالو د خپلواکۍ غوښتنه کوله.

د ۱۹۳۰ لسیزې لوږې په جریان کې، د شوروي تر کمونستي نظام لاندې، هغه مهال چې شخصي کرنه لغوه شوه، څلور میلیونه اوکراینیان مړه شول.

فرګل کین د روسیې پولې ته نژدې کار کیف ته تللی و او د تېرې لوږې دورې له ځینو ژوندي پاتې شویو کسانو سره یې لیدلي دي.