ایا د کووېډ – ۱۹ له امله د سرطان ضد مبارزه کې بدلون راغلی؟

د خپرېدو وخت

د کورنا مخنیوي واکسینو کې د ایم ار این اې په نامه تکنالوژي کاروول شوې، چې له دې مخکې د جواز لرونکو درملو په چمتو کولو کې ترې کار نه دی اخیستل شوی. د کورونا مخنیوي لړ کې د دې واکسین بریالیتوب ته په کتو سره دې تکنالوژۍ ودې برخه کې پراخه پانګونه شوې، چې ورسره د سرطان په څېر ناروغیو درملنه کې پرمختګ ته هم هیلې ډېرې شوې دي. که څه هم سرطانونه ډېر ډولونه لري، خو داسې تمه شته چې دا تکنالوژي به د ځینو ناروغانو په بدن کې په کره توګه سرطان ځپلې ژوڼکې په نښه کړي.