سياسي لاسوهنه: بریتانيا وايي يوه چينايۍ مېرمن په کې ښکېله وه

د خپرېدو وخت

چين وايي هېڅ بهرني پارلمان کې د اغېز پېرلو اړتيا نه لري. دا خبره يې وروسته له هغه کړې، چې د بريتانيا کورني امنيت ادارې اېم ای ۵، د يوې ښځې په اړه يو کمساری خبرداری خپور کړ، چې ويل یې د چين دولت لپاره یې کار کاوه.

اېم ای ۵، وايي کرېسټين لي، د چين کمونست ګوند په استازيتوب سياسي لاسوهنه کې ښکېله وه.

د بريتانيا حکومت دا خبرداری په ژوره اندېښمنوونکی بللی، او ويل يې په دې اړه به پلټنه کوي، چې څنګه مېرمن لي توانېدلې وه، ځينو سياستوالو ته نژدې شي.

خو د بېجينګ بهرنيو چارو وزارت يوه وياند دا ادعاوې رد کړې، او وايي ځينو کسانو ښايي د جېمز بونډ خورا ډېر فلمونه ليدلي وي.