تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ان فرانک: د جګړې پېر يوه تر ټولو لويه ناروښانتيا حل شوې؟
اوس د يوې داسې پوښتنې کيسه چې د دوهمې نړيوالې جګړې له پای راهيسې يې تاريخپوهان ځورولي دي.
دا چې د جرمني نازيانو ته چا د ان فرانک د کورنۍ په اړه د جاسوسۍ خیانت کړی و؟ ان فرانک امسټرډام کې له دوو کلونو پټېدا وروسته، ۱۹۴۵ کال کې د زندان يوه پنډغالي کې په ۱۵ کلنۍ مړه شوه.
د ورځنيو کيسو ليکنه یې چې له مړينې وروسته خپره شوې، ښايي د دې جګړې پر مهال د يهودانو د ژوند په اړه د لومړي لاس تر ټولو مشهور نکل وي.
په اړه يې د يوې اوږدې پلټنې پر پايلو د بي بي سي خبريالې انا هوليګان له امسټرډامه دا راپور رالېږلی.