سکاټلنډ د پلاستيکي کڅوړو پر کارولو بنديز لګوي

د خپرېدو وخت

د نړۍ هر ځای چې ولاړ شئ ښايي داسې پلاستیک په مخه درشي چې خلکو له کارولو وروسته غورځولي وي.

ډېری پلاستیکي توکي یوازې یو وار کارول کېږي او بیا ډېران ته ځي او په یوې لویې چاپیریالي ستونزې بدلېږي.

اوس د بریتانیا سکاټلنډ، چې تېر کال د اقلیمي بدلون د یوې لویې سرمشریزې کوربه و، د دې ستونزې حل لپاره خپل قانون بدلوي. د روان کال له جون میاشتې پکې، پر یو ځل استعمالېدونکي پلاستيک، بندیز لګول کېږي.

په بندېدونکو توکو کې بوتلونه، کاشوغپنجې او په بازار کې د تیارو خوړو اخیستو لپاره لوښي او نور وسایل چې له پولسټرين په نامه توکي جوړ شوي وي شامل دي.