تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان ژباړونکي کيسه: د يوه پخواني جرمن کډوال لور ورسره مرسته کوي
يو افغان کډوال چې بايد له طالبانو پټ شوی وی، او له خپل هېواد یې د کورنۍ ايستلو کې د مرستې غوښتنه کړې وه، اوس سکاټلنډ کې مېشت شوی دی.
برهان وصال چې بريتانويو ځواکونو سره یې کار کړی و، وېرېده چې ښايی په نښه شي. بي بي سي يې داسې حال کې د قرنطین پر مهال ورسره خبرې کړې، چې له خپلې کورنۍ سره خوندي بريتانيا ته رسېدلی و.
داسې حال کې چې زرګونه افغان کډوال لا هم مېشتېدو ته په تمه د بريتانيا لروبر هوټلونو کې دي، د بي بي سي لوسي منېنګ يوې داسې کورنۍ سره ليدو لپاره ورغلې، چې دا اوس اوس د سکاټلنډ ابرډين کې مېشتېږي.
کور یې هم د يو داسې کډوال د لور له خوا ورته برابر شوی، چې خپلې غميزې کډوالۍ ته اړ ايستلی و.