تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جنوبي افريقا پخوانی ولسمشر فرېډرېک ډي کلرک
د خپرېدو وخت
د جنوبي افريقا پخوانی ولسمشر فرېډرېک ډي کلرک، چې د دغه هېواد وروستی سپين پوستی مشر و، په ۸۵ کلنی مړ شوی دی.
ده ډيموکراسۍ ته د دغه هېواد لېږد او هم ۱۹۹۰ کال کې له زندانه د نېسلن منډېلا خوشي کولو کې مهم رول درلود.
لکه د بي بي سي خبریال انډرو هارډېنګ چې راپور راکوي، ښاغلي ډي کلرک جنوبي افريقايانو ته وروستی پيغام ثبت کړی، او غوښتنه يې دا وه، چې مرګ وروسته یې دې خپور شي.