تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان اقتصاد: د پور لپاره جوړجاړی نه دی شوی
پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق سره کې پر خبرو بوخت دی، خو ځايي رسنۍ وايي د دغه هېواد حکومت او ای اېم اېف ترمنځ د پور اخيستو پر سر لا کومې هوکړې ته رسېدنه نه ده شوې.
د نړيوالو پور ورکونکو غوښتنو له مخې اسلام اباد ځان خورا سخت دريځ کې ګوري. په خپله پاکستان کې د مخالف ګوندونو لخوا پر واکمن تحريک انصاف تور لګول کېږي چې له پور اخيستو وړاندې يې د خوراکي او نورو توکو بيې لوړې کړې دي.
پېښور کې مو همکار حمان الله د سرحد د سوداګريزو خونو د پخواني مشر زاهدالله شينواري سره خبرې کړې او له ای اېم اېف سره یې د پاکستان حکومت د خبرو کې د ستونزو په اړه پوښتلی.