ميانمار: سلګونه سياسي بنديان خوشي شوي

د خپرېدو وخت

په ميانمار کې ۲۶۰۰ بنديان د دغه هېواد له بد نومو زندانونو خوشي شوي دي. د پوځ مشر یې چې په دغه تېره فبرورۍ میاشت کې، په يوه کودتا کې پر واګو ولکه کړې، ژمنه کړې چې ۵۶۰۰ بنديان به خوشي کېږي.

زرګونه کسان د پوځي کودتا ضد احتجاجونو پر مهال نيول شوي دي. د بنديانو خوشي کولو ګام له هغه وروسته پورته کېږي چې د اسيان په نامه سيمه ييزې ټولنې پر ميانمار فشار راوړ.