د حج مراسم: کم شمېر حاجيانو ته اجازه ورکړل شوې

د خپرېدو وخت

په لسګونو زره حاجیان د سعودي مکې مکرمې ښار ته د حج د مراسمو ادا کولو په پار رسېدلي. ډېرو لږو کسانو ته دغو مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې.

بندیزونه ډېر سخت دي او سعودي تمه لري چې د تېر په څېر به سږ کال هم دا مراسم په بریالیتوب تر سره کړي. پروسږ کال د مسلمانانو په دغو مذهبي مراسمو کې د کورونا وېروس یوه پېښه هم نه وه ثبت شوې.