سینیګال کې نامالوم مړي په درنښت ښخېږي

د خپرېدو وخت

"کمال او رحمت" په سینیګال کې د رضاکاره مسلمانانو د یوې ټولنې نوم دی چې د ناپېژاندو مړو لپاره د جنازې چارې تنظیموي. هره کړنلاره، ساتنه او لمونځ د اسلامي کلتور له مخې تر سره کېږي. دغه ډله وايي له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې تر اوسه له زرو ډېر کسان خاورو ته سپارلي دي.