تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په دې وروستيو کې له کابله د ګيلې په بڼه خپل پارلمان ته ويلي ګنې نه پوهېږي افغانان له پاکستانه څه غواړي. د ښاغلي قريشي دا خبرې د هغو څرګندونو په ځواب کې وي چې په دې وروستيو کې ځينو افغان مشرانو کړې وې او ويل يې پاکستان په افغانستان کې ستونزې جوړوي. افغان چارواکي پر اسلام اباد تور لګوی، چې د طالبانو ملاتړ کوي. پاکستان په بيا بيا ويلي چې دوى د افغان مسئلې د سوله ييز حل لپاره خپلې هڅې کوي. خو دا چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ دا فضا ولې پيدا شوې او شته، د پاکستان له پلازمېنې خداى نور ناصر پرې رپوټ راکوي.