شیخ جراح: د فلسطینیانو د ایستلو تر شا حقوقي جګړه

د خپرېدو وخت

په شیخ جراح کې هغه ګواښ چې فلسطیني کورنۍ به له خپلو کورونو وایستل شي، یو له هغو انګیزو ده چې له امله یې په غزه او اسراییلو کې وروستي تاوتریخوالي رامنځ ته شوي دي. د مېشتو یهوادنو یوې ډلې په ګاونډیو سیمو کې د ځمکې ادعا د اسراییلو تر محکمو رسولې ده. د اسراییلو سترې محکمې د دغې قضیې په اړه د څرګندونو اورېدل ځنډلې دي خو کوم څه د دغو ادعا حقوقي بنسټ جوړوي؟ د دغې قضیې په اړه د پالیسیو د زده کړو لپاره د چاټم هوز انستیتوت پروفیسر یوسي میکلبرګ وضاحت ورکوي.