بيت المقدس کې د اسرائيلي پوليسو او فلسطينيانو تر منځ شخړې

د خپرېدو وخت

له هغه یوه ورځ وروسته چې په الاقصی جومات کې د اسراییلي پولیسو او فلسطینيانو تر منځ په نښته کې څه باندې دوه سوه کسان ژوبل شول، دغلته تازه اخ وډب رامنځته شوی دی.

نښتې هغه مهال پیل شوې چې لسګونه زره مسلمانان د قدر شپې لپاره عبادت ته له جومات سره نژدې را ټول شوي وو. بېګا شپه هم څه باندې ۵۰ کسان په نښتو کې ژوبل شوي دي.