د شهزاده فېلپ د جنازې مراسمو ته تياری

د خپرېدو وخت

په بریتانیا کې د شهزاده فېلپ د یاد مراسم کېږي. بریتانیا اعلان کړی چې یوه اوونۍ به ملي ماتم وي. د ملکې دویمې الېزابت مېړه شهزاده فېلپ د جمعې پر ورځ د ۹۹ کالو په عمر مړ شو.

د شهزاده فېلپ جنازه به د وېنزر ماڼۍ کې ترسره شي. یوازې ۳۰ کسان به ګډون پکې وکړي، ډېری یې خپل اولادونونه، لمسیان او نژدې کورنۍ غړي دي. دا ځکه چې په بریتانیا کې د کورونا وبا له امله تر دې ډېر خلک نشي کولی په جنازه کې برخه واخلي.