تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د يمن جګړه: له زدکړو پاتې ماشومان
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که د خپلو چارو دوام لپاره نژدې ۴ بيليون يا ميليارډ ډالره غونډه نه شي کړی، یمن به تر ټولو ناوړه داسې لوږې سره مخامخ شي، چې نړۍ هېڅ ليدلې نه ده.
تېر کال بسپنو کې کمي له امله، په تېره بيا د خليج هېوادونو له خوا، مهم مرستندويه پروګرامونه بايد بيا له سره ارزول شوي وی.
ښوونه او روزنه د يمن دې اوږدمهالې جګړې يوه قربانۍ ده، هرو پنځو کې يو ښوونځی تړل شوی، خو ځينې زده کوونکي بيا هم له ټولو کړاوونو سره زده کړه کوي.
بي بي سي د تعز څنډو کې يوه ځانګړي ښوونځي ته ورغلې وه، دا يې کيسه ده.