څنګه د ۳۰٫۰۰۰ پیلانو 'سیلفي' د خلکو ژغورلو کې مرسته کوي

د خپرېدو وخت

د ژوبڼ ساتونکو د نړۍ په کچه د پیلانو د انځورونو تر ټولو لویه ټولګه جوړه کړې ده، چې پکې پیلان په هر حالت کې لیدل کېږي؛ لکه د خوراک په مهال او داسې نور.

دغه انځورونه د بریتانیا د زي اس ال ویپسنېډ ژوبڼ په دیوالونو راځوړند شوي دي. دغه ۳۰ زره انځورونه د یوې نوې ټکنالوژۍ په رامنځ ته کولو کې کارول کیږي چې موخه یې د خلکو کورونو ته له نېدې کېدو د پیلانو مخنیوی دی.