تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کورونا واکسين ضد سوچ
د خپرېدو وخت
د کورونا واکسین په اړه په ټوله نړۍ کې اوس هم ډېری کسان زړه نازړه دي چې ویې کړي که نه. له بېلابېلو لارو د دغه ډول کسانو تر منځ د پوهاوي د خپرولو هڅې کېږي. دلته په انګلند کې بیا د جراحۍ یو مشر ډاکټر چې پخوا به یې د هغو کسانو درملنه کوله چې د تاوتریخوالي په پېښو کې به یا په چاقو وهل شوي او یا به هم په ډزو ویشتل شوي وو اوس د لږکیو ټولنو کې د واکسین برخه کې کار کوي. او د لندن په ختیځ کې د واکسین د یوې ډلې برخه دی.