هند کې د مخالفانو ضد چلند

د خپرېدو وخت

د هند سوپريم کورټ يا سترې محکمې، يوې کارتون کښونکې او يوه ټوکمار پر وړاندې محکمې ته د سپکاوي پر سر اجرات پيل کړي دي.

دوی د يوه مشهور خبري پروګرام وړاندې کوونکي خوشي کولو سره په تړاو د محکمې حکم پر سر پر قاضيانو نيوکې کړې وې.

ټوکمار کونال کامرا یې د ټويټونو پر سر بښنه نه غواړي، پر ځای يې ويلي د هغو خبرو په اړه پښېمانه دی، چې ده يې په کې هېواد کې د زغم نشتوالي پراخېدونکی دود بللی و.

د دواړو هنرمندانو پر وړاندې قانوني عمل ته ګووتنيوونکي د يوه داسې تدبير په سترګه ګوري، چې له مخې يې دغه هېواد کې د مخالفت او نيوکو کابو کولو هڅه کېږي.