تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د تاوتريخوالي تازه پېښې
د خپرېدو وخت
افغان پلازمېنه کابل کې نن بيا مرګونې چاودنې شوې، دريو چاودنو دوه کسان وژلي او پنځه نور یې ژوبل کړي دي.
په وژل شویو کې یو هم د جمعیت اصلاح افغانستان ټولنې مرکزي شورا مشر دوکتور محمد عاطف هم و.
دا تېر نژدې يو کال افغانستان کې هدفي وژنې خورا زياتې شوې، چې د افغان حکومت او امریکا په ګډون نړیواله ټولنه يې پړه پر طالبانو اچوي خو دې ډلې د جمعیت اصلاح مشر وژنې پر غندنې سربېره، ويلي په دې پېښو کې لاس نه لري.