کورونا وېروس فرانسه کې نوي بنديزونه

د خپرېدو وخت

فرانسه کې بیا د کورونا وېروس له امله پر پولو نوي بندیزونه وضع شوي خو په ملي کچه یې د ټولبند له پلې کولو یو ځل بیا ډډه کړې.

له اروپايي ټولنې بهر ټولو هېوادونو نه له اړینو الوتنو پرته نور ټول پروازونه بند شوي دي. له اروپايي ټولنې راتلونکو کسانو لپاره بیا د معاینې شرایط لا سخت شوي.

جرمني بیا د رپوټونو له مخې د واکسین د هغو تولیدونکو پر ضد د قانوني ګام پورته کولو ګواښ کړی چې په خپلو ژمنو عمل نه کوي.