تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر پاڅون لس کاله وروسته حالت
له هغې ورځې لس کاله پوره شول، چې مصريان په کې لارو کوڅو، په تېره بيا د قاهرې تحرير ميدان ته ووتل او دوو اوونيو کې يې ورسره د خپل هېواد اوږدمهاله ولسمشر حسني مبارک له واکه ښکته کړ.
دا پاڅون یې چې د جنورۍ پر ۲۵ مه، پيل شو، عربۍ نړۍ کې د هغه ډيموکراسۍ پلوه غورځنګ يوه برخه و، چې غوښتل يې زورواکې واکمنۍ په کې پای ته ورسوي. سره له دې چې حسني مبارک واک پرېښود، خو ډېر پر دې باور دي، چې د يوه ډيموکراټيک مصر جوړولو خوبونه يې تس نس شول.
د بشري حقونو ډلې پرله پسې پر هغو سختو بنديزونو او ځپونکو تدبيرونو نيوکې کوي، چې د اوسني ولسمشر عبد الفتاح السيسي تر واک لاندې، د وينا پر ازادۍ لګېدلي دي. خو چارواکي وايي ښاغلی سيسي یې هېواد له ګډوډۍ ساتي.