د جمهوریپال ګوند ځینې غړي وايي، د ټرمپ استیضاح ملاتړ کوي

د خپرېدو وخت

د امریکا جمهوريپال ګوند ځینو لوړ رتبه غړیو ویلي دوی به په دویم ځل د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ استیضاح کولو ملاتړ وکړي. دا په داسې حال کې چې د ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ یوازې یوه اوونۍ پاتې ده. دېموکراتان پر ښاغلي ټرمپ تور لګوي چې پر کانګرس یې د تېرې اوونۍ چپاو هڅولی و. دوی به په استازو جرګه کې وروسته د ولسمشر د استیضاح په پلوۍ رایه ورکوي. دا له هغه وروسته چې مرستیال ولسمشر مایک پېنس و نه منله چې د ښاغلي ټرمپ لرې کولو لپاره د اساسي قانون یوه ماده وکاروي.