تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د واشنګټن پر کپیټل ودانۍ د برید پاتې ټکانونه
واشنګټن کې پر کپيټل ودانۍ د تېرې اوونۍ بريد ټکان ورکوونکې څپې لا روانې دي. ولسمشر ټرمپ يې اوس پلازمېنه کې بيړني حالت پلي کولو وړانديز منلی او دا حالت به تر هغه روان وي، چې راتلونکې اوونۍ په کې جو بايډن د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي.
د امريکا پلټنو فډرالي ادارې، اېف بي ای، د شوني تاوتريخوالي لا ډېرو پېښو، او د ټرمپ پلويانو او ښي اړخه ډلو له خوا د وسله والو احتجاجونو خبرداری ورکړی، داسې حال کې چې د دغه هېواد ټولو ايالتونو مرکوزنو کې لا نور امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.
ډيموکراټ ګوند ښاغلي ټرمپ ته د سزا ورکولو دوه اړخيزې هلې ځلې روانې ساتې، چې يا یې د مرستیال ولسمشر مايک پېنس په لاس او يا يې له قانوني پلوه پوښتلو ګروېږلو لا لارې له دندې لرې کړي. په اړه يې د بي بي سي شمالي امريکا خبريال پيتر بوېوس راپور ګورو.