کورونا وېروس: ایټالیا اروپا کې تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد

د خپرېدو وخت

په اروپا کې ایټالیا لومړنی هېواد و چې کورونا وېروس پکې پیل شو او تر ټولو ډېر خلک یې ووژل. تر دې دمه یې د وبا له امله د مړو شمېر ۶۹ زره دی. اوس حکومت کرېسمس یا د عیسویانو اختر لپاره محدودیتونه لا ډېر سخت کړي دي. تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه، بېرګمو وه. زموږ د روم خبریال مارک لوېن ترې دغه رپوټ را لېږلی دی.