تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"موږ باید له کورونا نه د ژوند پند واخلو"
۲۰۲۰ کال په ټوله نړۍ کې بېلابېل خلک په مختلفو ځایونو کې اغېزمن کړل، خو د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره بیا د کوویډ-۱۹ ناروغي ډېره زیان رسونکې وه. مهناز رحمان د پاکستان کراچۍ ښار یوه ۱۷ کلنه اوسېدونکې ده. دا وايي دغه کال یو لوی مصیبت و. د هغې مېړه چې پر دغې ناروغۍ اخته و، له سخت مقاومت وروسته ومړ او هغې ونشو کړای چې هغه مهال په دغه هېواد کې د لګول شویو محدودیتونو له امله د خپل مېړه جنازې ته خپلوان او دوستان راخبر کړي. اوسمهال کله چې محدودیتونه کم شوي، هغه د دغه کال د پېښو پر وړاندې د خپلو غبرګونونو په اړه وضاحت ورکوي او دا چې هغه څه فکر کوي نړۍ باید له دغو پېښو څه زدکړي. دغه فلم د بي بي سي د "۲۰۲۰ او زه" لړۍ یوه برخه ده چې د اردو برخې همکار کریم الاسلام چمتو کړی او د ټولنیز واټن اصول پکې رعایت شوي دي.