تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ جورجیا ایالت کې د سنا مجلس جمهوریپال نوماندانو ته کمپاین پیل کړی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو تر بایللو وروسته په لومړي ځل د خپلو پلویانو غونډه کې ګډون کړی دی.
دا غونډه جورجیا ایالت کې جوړه شوې چې جنورۍ کې په کې د سنا د دوو څوکیو لپاره دویم پړاو ټاکنې کېږي.
د جورجیا ایالت د سنا دغه څوکۍ جمهوریپالو او دېموکراتانو ته د مشرانو جرګې اکثریت او کنټرول په لاس ورکوي.
د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې جوبایډن له ۱۹۹۲ کال راهیسې لومړی دېموکرات نوماند شو چې د دغه ایالت د ټاکنیز کالج رایې خپلوي.
خو ډونلډ ټرمپ تر اوسه د جورجیا پایلې او په ټاکنو کې خپله ناکامي نه ده منلې. هغه د اسنادو او شواهدو له ښودلو پرته په تېرو ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا کوي.
د جورجیا پر والي د ټرمپ لخوا فشار
ډونلډ ټرمپ تازه د جورجیا د غونډې په درشل کې د دغه ایالت پر جمهوریپال والي "براین کېمپ" نیوکه کړې او له هغه یې غوښتي چې هلته د جوبایډن په ګټه د اعلان شویو پایلو په بدلولو کې همکاري وکړي.
ښاغلي ټرمپ بریان هڅولی چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو د پایلو په اړه ځانګړې ایالتي ناسته راوبولي.
خو د جورجیا غونډې ته له وینا داسې ښکارېدله چې ټرمپ دې خپله ماته منلې وي. هغه وویل چې د بهرنۍ پالیسۍ برخه کې اخیستي ګامونه یې د دېموکرات منتخب ولسمشر لخوا له شاتک سره مخامخېدای شي.
که ولسمشر ټرمپ خپله ماته مني او که نه، جو بایډن به د امریکا د اساسي قانون پر نبسټ د جنورۍ پر ۲۰مه واک ترلاسه کړي.
ښاغلي بایډن د ټاکنیز کالج سیستم له مخې د ولسمشرۍ لپاره د ښاغلي ټرمپ د ۲۳۲ رایو پر وړاندې ۳۰۶ رایې خپلې کړې دي.
ټاکنیزې حوزې "کالجونه" د ډسمبر پر ۱۴مه د ټاکنو د پایلو د تایید لپاره غونډه کوي.
ډونلډ ټرمپ د پایلو په اړه څه وايي؟
ښاغلی ټرمپ د نومبر د ۳مې تر ولسمشریزو ټاکنو راوروسته په لومړي ځل د جورجیا په والدوستا کې د خپلو پلویانو غونډه کې راڅرګند شو، په ټاکنو کې یې د درغلیو ادعا تکرار کړه او د دغه ایالت پر جمهوریپال والي بریان کېمپ یې نیوکې وکړې.
هغه دې غونډې ته، چې ظاهراً د سنا دویم پړاو ټاکنو ته د جمهوریپالو نوماندانو د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه، په خپله نژدې دوه ساعته وینا کې وویل اوس هم امکان شته چې ټاکنې وګټي.
هغه له ښاغلي کېمپ وغوښتل چې "دریځ یو څه سخت" کړي.
د ټرمپ پلویانو دې غونډه کې "امریکا ته بیا عظمت وربخښو" پوسټرونه رپول او دغه راز یې د "غلا مخه ونیسئ" او "څلور نور کاله" شعارونه ورکول.
جمهوريپال جورجیا کې بیا د څه لپاره کمپاین کوي؟
جورجیا کې د سنا د دوو څوکیو لپاره سیالۍ را روانې دي چې جمهوریپال نوماندان پکې دیموکراتانو سره مخامخېږي. وړاندوینې ښيي چې د دواړو څوکیو لپاره د دېموکراتانو نوماندان تر جمهوریپالو مخکې دي.
له جورجیا د سنا دغه څوکۍ د مشرانو جرګې د اکثریت او کنټرول ترلاسه کولو لپاره برخلیک ټاکونکې دي.
د ډونلډ ټرمپ جمهوریپال ګوند دمګړۍ په سنا مجلس کې کوچنی اکثریت لري خو که د جورجیا دغه دویم ځلي ټاکنې وګټي نو د جوبایډن د ادارې د پریکړو د ننګولو لپاره به ډېر واک ترلاسه کړي.
خو که دغه څوکۍ دیموکراتان ګټي نو په سنا کې به د دواړو ګوندونو د څوکیو شمېر برابر شي او په دې صورت کې به مرستیال ولسمشر د توپیر رامنځه کوونکي په توګه عمل کوي.
د کانګرس د استازو جرګې اکثریت او کنټرول وار له مخې د دېموکراتانو سره دی.