د اردوغان کارتون؛ ترکیه وايي چارلي هېبدو مجلې پرضد قانوني ګام اخلي

د خپرېدو وخت

ترکیه وايي فرانسوۍ چارلي هېبدو مجله کې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د کارتون کښلو پر ضد به "قانوني او ډیپلوماتیک" اقدام وکړي.

فرانسوۍ مجلې وروسته له هغه د ښاغلي اردوغان کارتون رسم کړی چې ده د فرانسې د ولسمشر ایمانوېل مکرون پر ضد تُندې خبرې وکړې.

ښاغلي اردوغان ته په منسوب شوي کارتون کې ده د یوې محجبې ښځې کمیس پورته کړی.

د ترکیې دولتي رسنۍ وایي د دوی څارنوالانو د چارلي هېبدو طنزیه مجلې پر وړاندې خپلې رسمي څېړنې پیل کړي.

ولسمشر اردوغان پر دوشنبه پر فرانسه او د دغه هېواد پر ولسمشر ایمانویل مکرون له سختو نیوکو سره پر خپلو خلکو غږ وکړ چې له فرانسوي توکو سره پرېکون وکړي.

نوموړي په غوسه پر خپل فرانسوي انډول ایمانویل مکرون نیوکه وکړه چې ویلي یې دي ''موږ به له کاریکاتورانو لاس په سر نه شو ''.

تر دې وړاندې هم د ترکیې ولسمشر ویلي و چې ښاغلی مکرون اړتیا لري چې د خپل رواني وضعیت معاینات وکړي.

د ښاغلي اردوغان له دې څرګندونو وروسته فرانسې له ترکیې نه خپل سفیر د خبرو لپاره وروغوښت.

چارلي هېبدو مجله چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته یې منسوب کارتونونه بیا بیا چاپ کړي اوس د یو شمېر هغو خلکو ملاتړ خپل کړی چې د مسلمانانو په لاس د دوی د کارکوونکو په وژنه قهرېدلي.

څو ورځې وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ پر هېوادونو غږ وکړ چې د اسلام د پېغمبر محمدص د کارتون ښودلو دفاع کې د ولسمشر مکرون د څرګندونو له امله د دغه هېواد توکي بایکاټ نه کړي.

وروستۍ ناندرۍ هغه مهال راپورته شوې چې فرانسوي ولسمشر د هغه ښوونکي دفاع وکړه چې په دغه هېواد کې په یوه ښوونځي کې د محمد ص د کارتون له ښودلو وروسته ووژل شو.

ترکیې وروسته له هغه کلک غبرګون وښود چې ولسمشر مکرون په وویل، "ښوونکی سامیول پېټي ځکه ووژل شو چې اسلامستان زموږ پر راتلونکي ولکه غواړي، خو فرانسه به خپل کارتون ''د پېِغمبر کارتون '' نه پرېږدي."