تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسلمانو هېوادونو کې له فرانسوي تولیداتو سره د بایکاټ انلاین کمپاین
د خپرېدو وخت
په ځینو مسلمانو هېوادونو کې له فرانسوي توکو او تولیداتو سره د بایکاټ انلاین کمپاین پیل شوی، چې پیل یې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کړی. نوموړي پر ترکانو غږ کړی چې فرانسوي تولیدات وانخلي او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون یې د اسلام پرضد له کرکې د ډک کمپاین په پیلولو تورن کړی.
دا کمپاین فرانسه کې د هغه ښوونکي تر وژل کېدا وروسته پیل شوی، چې نوموړي ټولګي کې زدکوونکو ته د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتون ښودلی و.