بورکه کې خبريالي

د خپرېدو وخت

ناامنه ځايونو کې خبريالي او د ټولنې حالت خپرونه هسې هم خطرناک کار وي. د نجونو او ښځو لپاره بيا، چې په خبرونو او د خلکو حال اخيستو پسې وځي، خبريالي، لا له ډېرو ننګونو او خطرونو سره مله وي. سابحه شيخ د ډېره اسماعيل خان پښتنه ده. وايی د بورکه خبريالۍ په نامه يې کار پيل کړی، د خپلې ټولنې خبرونه یې پر وېبپاڼه خپروي. زياتوي مشرانو یې ورته ويل، چې له بورکې سره خبريالي ناشونې ده، خو وايي اوس يې دوه کاله کېږي، د خبريالۍ کار پرمخ بيايي او دا چې خپل کار کې پياوړې ولاړه ده، تر ټولو لويه بريا يې ګڼي. کيسه يې په خپله دا کوي.