تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امريکا: د کورونا ويروس له امله د مړينو شمېر له دوو لکو زيات شوی
د خپرېدو وخت
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا پرمختيا بوږنوونکې بللې، چې هېواد کې يې له کورونا ويروسه د مړينو شمېر له دوو سوو زرو اوښتی، خو داوه یې کړې چې مداخلې او ګامونو یې د مړينو شمېر کم کړی دی. د دغو مړينو له ۲۳ زرو ډېرې يې نيويارک کې وې. نيويارک کې چې يو مهال دغه هېواد کې د ويروس مرکز ګڼل کېده، توانېدلی چې د خپرېدو کچه يې کابو کړي. خو لا تر اوسه یې له پايلو او اغېزو کړېږي. داسې حال کې چې اوس ژمی په راتلو دی، ډېر د دغه ويروس خپرېدا له دوهمې څپې وېرېږي.