بريتانيا کې پر بانکونو نيوکه

د خپرېدو وخت

افشا شوي اسناد ښيي چې د نړۍ څو مشهورو بانکونو مجرمینو، د پیسو سپینونکو، او هغو روسانو ته چې نړیوال مالي بندیزونه پرې لګول شوې دي، اجازه ورکړې ده چې خپلې ناقانونه پیسې د نړۍ لروبر ته ولېږدوي.

د بانکونو دغه پټ رپوټ ښيي چې لوی بانکونه چې کله شک کوي، جرم روان دی نو په درولو کې یې پاتې راغلې دي.

دغه رپوټ وايي لندن د ناقانونه پیسو سپینولو لپاره یو لوی مرکز دی چې د مالي سیستم له لارې یې په میلیاردونه ناقانونه او په جرمونو ککړې پیسې، انتقالېږي.

دغه افشا شوي اسناداو د څېړنیز ژورنالیزم د نړیوال کنسورټیم (ICIJ) لخوا له بز فییډ نیوز، او بي بي سي سره شریک شوي دي.