تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ وايي، طالبان سخت او هوښیار دی، خو له جګړې ستړي شوي
د خپرېدو وخت
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ طالبان ډېر سخت او هوښیار بللي، خو وايي هغه هم اوس له جګړې ستړي شوي دي. ښاغلي ټرمپ ویلي، له طالبانو سره یې معامله ښه روانه ده او ژر به یې د پوځیانو شمېر له څلور زرو ټیټ شي. بل لور ته په دوحا کې د سولې لپاره د خپلمنځي خبرو له پیل یوه اونۍ وروسته هم دواړو لوریو د خبرو لپاره کړنلاره نه ده وروستۍ کړې. د سولې لپاره د دولت وزارت وايي، دواړو لوریو ناستې پیل کړې چې پر اختلافي ټکیو بحث او پرېکړې وکړي. نور حال د نجما ځلا په رپوټ کې.