پاکستان کې د احتجاجونو لړۍ

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې له هغه وروسته د احتجاجونو لړۍ لا هم روانه ده چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې پر یوې ښځې د خپلو ماشومانو په مخکې جنسي تېری وشو. د ښځو حقونو فعالان وايي، دغه هېواد د ښځو لپاره خوندي نه دی او باید حکومت یې د ښځو خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي. دوی ادعا کوي چې هر کال دغسې ډېرې پېښې کېږي، خو لږ هغو ته یې پام اوړي. خدای نور ناصر نور جزیات لري.