پاکستان د دیامر بهاشا بند ودانیزې چارې پیل کړې

د خپرېدو وخت

په ګلګت بلتستان کې پر دیامر بهاشا اوبو بند یو ځل بیا د رغاونې چارې پیل شوې دي او دا ځل د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلیز چوکاټ کې د چین له حکومت سره په همکارۍ کېږي. پاکستاني چارواکي دغه بند په هېواد کې د برېښنا اړتیا پوره کولو لپاره تر ټولو مهمه پروژه ګڼي. خو ځینې کارپوهان بېل نظر لري. دوی باور کوي چې دومره لوی ودانیز کار په یوه داسې سیمه کې چې له پخوا پکې زلزلې فعالې دي، ښايي ناوریني وي.