له کراچۍ تر پېښور د اورګاډي چلن

د خپرېدو وخت

پاکستان د چين په مرسته له کراچۍ تر پېښوره د اورګاډي ۱۸ سوه کيلومتره غځېدلې اوږده پټلۍ نوې کوي، چې ورسره به اورګاډی ساعت کې ۱۶۰ کيلومتره مزل کولی شي. د سيپېک، يا چين پاکستان اقتصادي دهلېز، پروګرام له مخې به د اېم اېل يو په نامه پر دې پروژې اووه ميليارډ ډالرو لګېږي، چې د پاکستان اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ګڼل کېږي. د بي بي سي عمر دراز خپل دې راپور کې ګوري چې پاکستان کې د اورګاډي چلن نظام څنګه دی، او څنګه به بدلېږي.