تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ګوزڼ سره مبارزه کې د مهم اعلان اټکل کېږي
د خپرېدو وخت
اټکل دی افریقا له پولیو سره په نړیواله مبارزه کې یو ډېر مهم اعلان وکړي. نن به یو خپلواک کمېسیون دغه لویه وچه له پولیو یا ګوزڼ پاکه اعلان کړي. له دې سره اوس پولیو یوازې په افغانستان او پاکستان کې شته. همدا روان کال په افغانستان کې د پولیو ۴۰ نوې قضیې ثبت شوې دي، خو په افریقا کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره یوه سبمولیکه شېبه ده. نایجریا وروستی افریقايی هېواد دی چې له دې ناروغي به پاک بلل کېږي. لس کاله مخکې دلته د نړۍ سم نیمايي پولیو قضیې موجودې وې.