بیروت چاودنه: د وژل شویو کارکوونکو کورنۍ ځوابونه غواړي

د خپرېدو وخت

د اګست پر څلورمه د لبنان په بیروت کې د لویې چاودنې له کبله د اور وژنې نهه او یو د بیړنیو خدماتو کارکوونکی ووژل شول. دوی ټول د بیروت سمندر غاړې ته څېرمه ۱۲ ګودام ته نژدې وو، خو نه و خبر چې په ګودام کې دننه نژدې درې زره ټنه امونیم نایټریټ ساتل کېدل. اوس یې ویرجنې کورنۍ ځواب غواړي.