هند د کوویډ – ۱۹ ناروغانو شمېر له پلوه له برتانیا مخکې شو

د خپرېدو وخت

هند د کورونا وېروس له کبله د مړینې او مثبت شمېر مخې په لیست کې له برتانیا مخکې شوی دی. اوس دغه هېواد له امریکا، برازیل او مکسیکو وروسته څلورم هېواد دی چې د کورونا وېروس له کبله تر ټولو ډېر کسان پکې مړه شوي دي. نن پکې د کورونا وېروس له کبله د مړو کسانو شمېر له ۴۷ زره پورته شو. مثبتې پېښې یې بیا دوه اعشاریه څلورو میلیونو ته نژدې کېږي.